سیاست

دميدان وردګو ولايت او دغزني ولايت دجاغوريو ولسوالۍ مشرانو له حاجي محمد محقق سره وکتل .

کابل باختر  دثور اووه ويشتمه :
دميدان وردګو ولايت  وکيلانو او مشرانو او دغزني ولايت دجاغوريو ولسوالۍ مخورو  او استازو او دخصوصي روغتونونو دټولنې مسوولينو او غړو دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره  په جلا جلا کتنوکې خپلې ستونزې  طرحه کړې .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دميدان وردګو ولايت  مشرانو ، مخورو او دولايتي شورا استازو دخپلو سيمه ئيزو ستونزوپه بيانولو سره وويل: دميدان وردګو ولايت  امنيتي حالت په دې وروستيو وختو کې لاپسې خراب  شوى دى او مرکزي حکومت دې بايد ددغه ولايت دامنيت دښه والي په باب جدي پاملرنه وکړي .
دوى دسيمه ئيزو پوليسو دتشکيل دزياتوالي او دميدان وردګو ولايت دجلريز په تګلوري کې دملي اردو اوياهم دملي پوليسو ديوه کنډک دځاى پرځاى کيدو  غوښتنه وکړه او هم يې له حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې دپوهنتون ودانۍ جوړه کړي .
ددغه خبر له مخې، دغزني ولايت دجاغوريو ولسوالۍ مشرانو ، مخورو او استازو هم له حاجي محمد محقق  سره په کتنه کې په دغې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو دکمښت له پلوه سروټکاوه .
دوى ټينګار وکړ که څه هم په وروستيو کلونوکې مجاهدينو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې خو دملي وحدت دحکومت په رامنځته کيدو سره دوى چمتو دي  چې دخپلو خلکودفاع وکړي .
دکابل ښار دخصوصي روغتونونو دټولنې مسوولينو او غړو هم داجراييه رياست له مرستيال سره په جلا جلا کتنو کې خپلې مسلکي ستونزې طرحه کړې . په دغو کتنو کې داجراييه رياست مرستيال دهيواد دامنيتي حالت  په بيانولو سره دکتنې له برخه والو څخه وغوښتل چې  دتروريستانو په وړاندې دې په يو موټيتوب سره عمل وکړي او له امنيتي  ځواکونوسره دهر راز مشکوکو تحرکاتو په طرحه کولو سره دهغوى ملاتړ وکړي .
داجراييه رياست  مرستيال دميدان وردګو ولايت او دغزني ولايت د چاغوريو ولسوالۍ له مشرانو او استازو سره  ژمنه وکړه چې ددوى ستونزې به دکابينې او دوزيرانو شورا په غونډه کې طرحه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته