کابل باختردثور دمياشتي٢٢ نيټه :
دښځو دچارو وزارت ترراتلوونکوشپږو مياشتوپورې په کندهارښارکې له يو روزنيزمرکزسره يو تفريحي پارک جوړوي .
ددغه پارک اوروزنيزمرکز دجوړولو کار پرون دکندهار په عينومينه کې پيل شو.
دروزنيز مرکز په ودانۍ کې يو ستر سالون ،يوولس اداري دفترونه او نورضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي اوهغه نجونې اوميرمنې چې دمسلکي حرفو دزده کړي علاقمندي ولري دغه مرکزته به مراجعه وکړي .
ددغو دوو پروژو لګښت ديارلس مليونه شپږ سوه شپږديرش زره افغاني لګښت اټکل شوي دي چې دښځو دچارو وزارت له پرمختيايي بودجي څخه ورکول کيږي .