کابل / د مرغومي ٤مه / باختر
پوليسو دوه کسان پرون ماښام د يو ځوان د وژنې په اړوند د کابل ښار د شپږمې ناحيې د قلعه ناظر له ساحې څخه ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسان ميلاد او رستم نومېږي چې پرون يې په بچه فخري مشهورعزت د شپږمې ناحيې په پل جمهوري ساحه کې د چړې په ګوزارونو سره وژلى و او له سيمې څخه تښتېدلي وو چې د پوليسو د عملياتو په پايله کې دغه کسان ونيول شول.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ