خبرونهامنیت

په کابل ښار کې ۲تنه د غلا په تور ونيول شول

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر 

امنيتي سرچينو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۲ تنو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل د امنيې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد کسان د ښار اړوند د ۵مې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې نیول شویو کسانو به د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې له خلکو مبایلونه او د جېب وسایل غلا کول، چې د پولیسو له لوري له یو عرادې موټر سره یوځای نیول شوي.

سرچينې زياته کړې، چې پولیسو دغه راز یو عراده غلا کړل شوی موټر هم پيدا او خپل مالک ته یې سپارلی دی.

بايد وويل شي، چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د غلا په تور نيولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته