امنیت

په لسګونو تنه ډاراچوونکي په ننګرهار کې ووژل شول

جلال آباد  باختردکب دمياشتې  ٦ نيټه :
د هېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونوپه نويو بريدونو کې  دداعش دډلې ديرش تنه غړي ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  ؛ چې په دغو داعشيانو داچين ، دوربابا ، هسکې مينې او دروداتو دولسواليو په ګډون   دننګرهارولايت  په بيلابيلو سيمو کې ددوى په سنګرونو کې بريدونه وشول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ په دغو بريدونو کې دداعشيانو څو مرکزونه   او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو اوتجهيزاتوسره يې دړې وړې شوي دي.
پوځي  مقامات وايي چې ډاراچوونکي دډيورند له  کرښې څځه له رااوښتو وروسته دپاکستان داستخباراتو دسازمان په  مستقيم ملاتړ سره افغانستان ته راځي اوپه ډاراچوونکو بريدونو لاس پورې کوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په ننګرهار کې پوځيانو ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه.
امنيتي مامورانونن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتولارو کې شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل.
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان د ننګرهار ولايت دهسکې مينې  او روداتو په ولسواليو کې دډاراچوونکو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دغوډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو له دغوډيپوګانو څخه دخپلو ډاراچوونکو بريدونوپه ترسره کولو کې استفاده کوله.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته