خبرونهامنیتټولنه

په غور کې یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم په اساس پرون یوه مجرم ته له کوره د تېښتې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
یاد مجرم ته چې محکمې پرې د شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۲۵ شرعي دُرو د تطبیق حکم کړی وو، د تنفیذي بند د مودې تر پوره کېدو وروسته ورته د غور ولایت د مرکز اړوند ورزشي لوبغالي کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته