کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر
د پروان د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې توليدي او صنعتي شرکتونه هر کال د صفايي له درکه یو میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ دولت ته ورکوي.
د پروان د سوداګرۍ او صنايعو رییس قاري راز محمد یاسر باخترآژانس ته وویل چې د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنعت ریاست د بګرام د ښاروالۍ په همکارۍ د برادران ناصري، سیستان کهن او سوپرکولا شرکتونه چې د بګرام د باریک آب ولسوالۍ په صنعتي پارکونو کې موقعیت لري هر کال د صفايي له درکه دولت ته یو میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ ورکوي.