سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس ترکمنستان ته په رسمي سفر روان شو

کابل، د تلې ۸مه، باختر 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترکمنستان ته د دغه ادارې د مشر د سفر خبر ورکړی دی.

سرچينې باختر آژانس ته په را استول شوي پيغام کې ويلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه عشق آباد ته سفر وکړ.

په پام کې ده، چې ياد پلاوی به د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له چارواکو سره په دوه اړخیزو ریلي همکاریو، د انتقالاتو په ډېروالي او اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر تر دې وړاندې ايران ته هم رسمي سفر کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته