امنیت

لوى څارنوال: له فساد سره دې جدي مبارزه وشي

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
لوى څارنوال څارنپوه محمد اسحق الکو له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې له رييس غلام حسين فخري سره په کتنه کې د فساد پرخلاف په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ.
د لوى څارنوالي  د اطلاعاتو او ارتباط رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې نن سهار په لويه څارنوالۍ کې وشوه؛ له اداري فساد سره د عالي ادارې مرستيال خرمجي او د دغې ادارې ځينومسوولينوهم برخه لرله.
ددغو دوو ادارو مسوولينو اداري فساد په دولتي او غير دولتي ادارو کې يوه ستره ستونزه وبلله او د اداري فساد پرخلاف يې د جدي او همغږې مبارزې په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
ددغې ادارې مسوولين وايي چې د اداري فساد پرخلاف جدي او همغږه مبارزه کولى شي په هيوادکې ددغې کرغيړنې پديدې کچه ټيټه کړي.
ديوبل خبر له مخې: د لوى څارنوالۍ د ادارې د مرکزګرمۍ د ستګاه چې د دغې ادارې له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه دريومليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده؛ د هيواد د لوى څارنوال محمد اسحق الکو او له فساد سره د مبارزې  د عالي ادارې له رييس غلام حسين فخري له خوا پرانستل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته