سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
له اوسني بحران څخه دتيريدو لپاره سياسي پوهه په همغږۍ  باندې ټينګار کوي نه په تجريد باندې .
دباختراژانس مفسر ليکي: په دې کې ترديد شتون  نه لري چې دبحران دپراختيا دمخنيوي او دملي او مدني ارزښت دساتنې لپاره په ملي همغږۍ باندې زيات ټينګار شوى دى نه په تجريد او بيلتون باندې او په دې کې هم ترديد شتون نه لري  چې دنظرونو داختلاف شتون ددموکراتيکو ټولنو مشخصه ده .
په هرحال دهېواد داوسني حالت تحليل او درواني سيمه  ئيزې مسئلې دهېواد له واکمنانو څخه غواړي  چې له اوسني حالت څخه تيريدل په يوه کلمه کې دافغانستان دملت په يو والي او اتفاق کې ممکن دى نه له يوبل  څخه په لرې والي کې .
دحکومت  په دننه او بهر کې دسياسي  لورو او اړخونو ترمنځ دملي اعتماد بيا پيداکول ، دتروريستي ډلو په وړاندې دامنيتي ځواکونو پياوړتيا ، دسولې او ټيکاو دبهير ملاتړ ،په هېواد  کې  دناامنيو دپراختيا  دمخنيوي په موخه دطرحې وړاندې کول  او دملي وحدت دحکومت دموافقه ليک عملي کول اونور  که چيرې دستونزو  دغوټې پرانستل بلل کيږي دغو موخو ته رسيدل کولاي شو په قدرتمند نظام ،واحد ملت او په ر غنده پروګرامونو کې ولټوو .
سربيره پردې ټول په دې پوهيږي چې په اوسنيو  ټولو ستونزو برياليتوب په  لنډ مهال  کې امکان نه لري، دناتودسرمنشي نيس سولتنبرګ هغو څرګندونو ته په پاملرنې  سره چې دناتو دتړون دنهو ويشتو غړو هېوادونو ددفاع دوزيرانو په غونډه کې کړي دي.
  دناتو غړي فکر نه کوي چې په روان کال او په راتلونکي کال کې په افغانستا ن کې حالت  دجګړې له لارې ښه والي ومومي .
دغه څرګندونې په يو ډول نه يو ډول په افغانستان کې دجګړې دپيچلو اړخونو بيان دى .
په افغانستان کې دجګړې دغوټې دسرپرانستل دسيمې او له  سيمې څخه  بهر هيوادونوپه پټو او څرګندونولاسونو کې دي
  تر هغه وخته پورې چې دسيمې دبحران دحل کولو لپاره دسيمې اجماع رامنځته نه شي په افغانستان کې دشخړو حل کول به يوه پوچه مفکوره وي په دغو مئوجزو  دلايلو سره کولاى شو دټولو اقتصادي سياسي ، او ټولنيزو ناخوالو جرړې په هغې جګړه کې ولټوو چې د افغانستان په ملت تپل شوې ده . دافغانستان دخلکو پرخلاف سيمه ئيزې او له سيمې څخه بهر توطيې  او دسيسې  دهېواد له سياستوالواو واکمنانو څخه غواړي چې دتجريد اوبيلتون پرځاى دې دداسې طرحې  او پروګرام په فکر کې شي چې له اوسنيو بحرانونو څخه په تيريدو کې له نطام سره مرسته وکړي نه دنوي سرخوږي په پيداکولو کې په افغانستان  سيمه او نړۍ کې . اوسني سياسي او پوځي حالت له سياستوالو څخه غواړي چې دملت په يو والي او پيوستون کې هلې ځلې وکړي او په اغيزمنو اقداماتو سره دخلکو او حکومت  ترمنځ واټن لنډ کړي دملي اعتماد جلبول صادقانه اوملي کړنو ته اړتيا لري نه نورو مسئلو ته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته