کابل باختر د چنګاښ شلمه :
په هرات کې د آريانا د دوستۍ د جام د فوټبال سيالۍ نن د استقلال او جامي د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل چې د آريانا د دوستۍ د جام د فوټبال سيالۍ څه موده مخکې د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي او په پرونۍ لوبه کې د اتفاق ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د پيام آسيا ټيم ته ماتې ورکړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ