سیاستخبرونهټولنهTOP

ملا عبدالغني برادر ، د بغلان له سېلاب ځپلو سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه

کابل، د غوایي ۲۸مه، باختر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر مخې؛ په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند د مرستندويو موسسو له همکاريو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د زیانمن شویو سره لومړنۍ مرستې شوې، خو دې برخه کې لا هم اساسي کار ته اړتیا ده.
برادر اخوند زیاته کړه، چې د وروستيو سېلابونو له امله د بغلان ولايت په ځينو ولسواليو کې د خلکو پر هستوګنيزو کورونو سربېره، ۱۹روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک تخريب شوی، چې اساسي بيارغونې او پاک کارۍ ته اړتيا لري.
ورته مهال په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د بغلان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ته يې پر بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې هم د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوى پر وخت د پېښو سيمو ته د اسلامي امارت د ژغورونکو ټيمونو له رسېدو ستاينه وکړه، چې په سېلاب کې بند پاتې کسان يې وژغورل.
هغوی زیاته کړه، چې تر اوسه ملګرو ملتونو د بغلان له ۱۵ زره سېلاب ځپلو سره مرستې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د بغلان د سېلاب ځپلو سيمو کې به د بنسټيزو کارونو هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته