امنیت

په هرات کې ددوو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دوه تنه حرفوي  ماين ښخونکي دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ووژل شول .
دغه افراد دطالبانو دډلې په قوماندان ملا  صمد پورې اړوندو او دتروريستي بيريدونو دترسره کولو په خاطر دعزيز ابادسيمې ته راغلي وو چې ددغې ډلې ديوبل قوماندان ملا ننګيالي  پورې داړوندو ځواکونوپه کمين کې ووژل شول .
  دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  دلومړنيو معلوماتو له مخې دغه دوه تنه ماين ښخوونکي دملا صمد په ډلې پورې اړوند و چې ووژل شول .
  ختم_ عذاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته