کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
پوليسو څلور تنه تېره شپه دکابل په ميربچه کوت ولسوالۍ کې دسازمان موندلو جرمونودترسره کولو په تور نيولي دي
دکورنيوچارو وزارت وياند نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوليسودځانګړو قطعو په هدفمندو عملياتوکې چې تېره شپه ترسره شول څلورتنه دکابل په ميربچه کوت ولسوالۍ کې دسازمان موندلو جرمونو دترسره کولو په تور نيول شوي دي.
په دغو کسانووژنې ، سړي تښتونې ، وسله والې غلا اودهدفمندو ترورونو تور لګول شوى دى .
له نيول شويو کسانو څخه پنځه کلاشينکوفونه يوه پيکا ،پوځي تجهيزات ، لاسي بمونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ شکريه _اکرم