امنیت

فضل های مسلم یار دکابل ولايت دامنیی قوماندانی رپوټ واوريد

کابل باختر د غبرګولي  څلورمه

دمشرانوجرګی رییس فضل های مسلم یار نن د خپل کارپه دفترکی دکابل دامنیی قوماندانی کاری رپوټ واورید.

دمشرانوجرګی مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دی کتنه کی دکابل ولايت امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمی ددی قوماندانی دمنسوبینودلاسته راوړنوترڅنګ وویل چی ددی قوماندانی منسوبین تل هڅه کوی چې دترهګرو اودخلکو ددښمنانو ناوړه هدفونه شنډکړی اوشپه اوورځ پدی لټه کی دی چی دپلازمینی داوسیدونکوژوندله ګواښونوسره مخامخ نه شی اودکابل ښارداوسیدونکوهمکاری یی دامنیت دتامینولو په لاره کی وستایلی.

دمشرانوجرګی رییس دخبرو په ترځ کی دهیواددټولوامنیتی ځواکونومیړانی دستاینی وړوبللی او زیاته یی کړه چی هیوادوال ددوی په کارناموویاړی اوبایدچی دامنیتی ارګانونو مسوولین دامنیتی منسوبانو دستونزودحل په لاره کی جدی ګامونه واخلی.

مسلم یاردکابل دامنیی قوماندانی دپولیسو دمنسوبینو دهلو ځلو د قدردانی په خاطر ددغې جرګی مډال اوستاين ليک دکابل امنیی قوماندان ته ورکړل.

دیوبل خبر له مخی د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار او د دغې جرګې دويم نايب محمد آصف صديقي نن د کونړ ولايت د ولايتي شورا درئيس او غړو سره په جلاجلا توګه وکتل.

په کتنه کې د کونړ ولايت د ولايتي شورا رئيس د نورو په استازيتوب خبرې وکړي، ويې ويل چې د ولايتي شورا غړي او د کنړ ولايت خلک د بودجې له کمښت، د سرحدي پوليسو د نه تجهيز، د ښوونځيو، روغتونونو، روغتيايي کلينيکونو او د معياري ښوونځيو د کمښت له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او وړانديز يې وکړ چې يو شمېر هغو کډوالو له پاره چې له پاکستان څخه راکډه شوي، د استوګنې ځاي يا کمپ ورته مشخص او د حکومت له خوا دي څارنه وشي.

د مشرانو جرګې نایبانو د خبرو په ترڅ کې د جګړې په شرايطو کې د کونړ ولايت د خلکو له ميړانو څخه د يادونې تر څنګ د دوي ستونزو سره اړيکه ونيوله، ژمنه يې وکړه چې د دوي د ستونزو حل لارې به د اړوندو ارګانونو سره وپلټي.

همداراز د مشرانو جرګې دويم نايب نن د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ له عالمانو، سپين ږيرو او د لوګر ولايت د ورزشي فدراسيونونو مسوولينو سره به جلا جلا توګه وکتل.

په دي کتنه کې د بګراميو ولسوالۍ د اوسېدونکو استازو د بګراميونوې کارتې سړک، د دغې ولسوالۍ د فيض آباد او حيات آباد سړکونو د جوړېدو په برخه کې د کليودبياجوړولو او پراختيا وزارت دنه پاملرنې او پدی ولسوالی کی یی د پوهنې له ستونزو څخه يادونه وکړه او ددی ستونزو دحل غوښتونکی شول.

د مشرانو جرګې دويم نايب له دوي سره ژمنه وکړه چې ستونزې به له اړوندو مسوولينو سره شريکي کړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب د لوګر ولايت د ورزشي فدراسيونونو له مسوولينو سره په کتنه کې یې ددی ولايت د لوبغاړو د هڅونې په موخه دمشرانوجرګی ستاين ليک هغوی ته ورکړې چی په قدر دانی سره ومنل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته