امنیت

په څوکۍ ولسوالۍ کې اووه تنه داعشیان ووژل شول

اسعد اباد باختر د وږي ۱۲ مه
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې د ګډو افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه داعشیان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر آژانس ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه داعشیان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په پیل شویو چاڼيزو عملیاتوکې زیاتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې او افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته په  کې زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته