امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
اوولس تنه وسله وال طالبان دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
افغان امنيتي ځواکونوپه تيرو څليرويشتوساعتوکې  دقندهار ،پکتيکا،پکتيا ، فراه ، نيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اوولس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او اته تنه نور وسله وال طالبان  ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده  وسلې هم ترلاسه شوي دي .
ديوخبرله مخې :  ملي پوليسو دکونړ ، جوزجان او پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتو کې د وسايطو ضدنهه شخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته