سیاست

د شپاړلسمې تقنيني دورې سناتوران د مشرانو جرګې له خوا وستايل شول

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د ملي شورا د مشرانو جرګې نن د يوې غونډې په ترڅ کې د شپاړلسمې تقنيني دورې سناتورانو ته د ستاين ليکونو او د ګلو د ګيډيو په ورکولو سره چې کاري  دوره يې پاى ته رسيدلې ده؛ د هغوى  ستاينه او درناوى وکړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې نويو سناتورانو او درېمې برخې انتصابي غړو هم برخه لرله، د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار د پخوانيو سناتورانو کړه وړه او خاطرې  وستايلې او د سنا مجلس په کار او د قوانينو  او قراردادونو په تصويب  او د حکومت د کړنو په څارنه کې يې د هغوى د پيوستون او همغږۍ له امله  قدرداني وکړه او هغوى  ته په خطاب کې وويل: ستاسو زړه سوى، هلو ځلو او همغږۍ، دغه  معظم مجلس  له پخوا څخه زيات په عامه ذهنونوکې معتبر کړى دى او په دې لاره کې ستاسو خاطرې نه هيريدونکې دي او ستاسو له تجربو څخه به په راتلوونکي کاري بهيرکې زياته استفاده وکړو.
ده زياته کړه: ستاسو کړه وړه د دې سبب شول چې خلک بيا په تاسو اعتماد وکړي   او يوشمېر کسانو چې ځانونه ولايتي شوراګانو ته  نوماند کړي وو، بيا  سنا مجلس  او يا ولايتي شوراګانو ته  لاره پيدا کړه چې د ولايتي شوراګانو د سناتورانو له جملې څخه  لس تنه پخواني سناتوران بيا په سنا مجلس کې انتخاب شوي دي .
مسلميار په خپلو خبروکې ټينګار وکړ چې دملي شورا دغړو د معاشونو او امتيازونو د قانون له حکومونو سره سم، په مرکز او ولايتونوکې امنيتي ځواکونه مکلف دي چې د هېوادوالو په تېره بيا د سناتورانو امنيت په ښه توګه تامين کړي  او نورې حکومتي ادارې دې د قانون له حکمومو سره د دندې له تصدۍ وروسته   د ملي شورا د غړو د حقوقو او امتيازونو په اجرا کولوکې لازم اقدامات وکړي .
د سنا مجلس هوډمن دى چې د هغه د تطبيق څرنګوالى په  جدي توګه وڅاري.
دغه راز د سنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار په داسې حال کې چې  د پخوانيو سناتورانو د ښو خاطرو يادونه وکړه، د هېواد په بدلونونوکې يې د هغوى رول اغيزمن وباله او ټينګار يې وکړچې بايد دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت د هغوى له تجربو څخه په بېلابېلو شغلي برخوکې استفاده وکړي .
په دې غونډه کې ډاکتر احمدبشيرصميم د پخوانيو سناتورانو په استازيتوب  خبرې وکړې او د اداري هيئت د مديريت او د سناتورانو د همکارۍ له امله يې  قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې خدمتونه يې په  هر موقف او حالت کې چې وي؛ له خلکو څخه ونه سمپوي او هم سناتور عبدالباقي بريال د سنا مجلس په ستاينه کې يو شعر ولوست چې د برخه والو  د پاملرنې او هرکلي وړ وګرځيد.
دغه راز پخوانيو سناتورانو مولوي عبدالوهاب عرفان او بلقيس روشن هم   د پخوانۍ دورې د سناتورانو د کړو وړو، د پخوانۍ دورې د فرصتونو او چلنجونو يادونه وکړه او هغه يې د راتلوونکو  کړنو لپاره ښې تجربې  وبللې .
په پاى کې د سنامجلس  د ستاينې لوحه او د ګلانو برابرې شوې ګيډۍ د سنا مجلس د رييس او د اداري هيئت دغړو له  خوا دمشرانو جرګې  په پخوانيو غړو  او دګلو ګيډۍ په برحالو سناتورانو وويشل شوې او په ملي شورا کې د خلکو  استازو ته  د لازياتو برياليتوبونو هيله وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته