امنیت

په څلور سوه پنځلس جريبه ځمکه کې کر ل شوي کوکنار واړول شول .

کابل باختر د ثور ٥

  دکندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې په تيرو دريو ورځو کې په څلور سوه پنځلس  جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړو ل شول .

 دکندهار ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير نن باختر اژانس ته وويل : دکرل شويوکوکنارو داړولو دپروګرام له پيل څخه  تراوسه پورې په ژيړي ولسوالۍ کې  په څلور سوه پنځلس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي او امنيتي  ځواکونه دخلکو په همکارۍ دغه پروګرام پرمخ بيايي .

 ده زياته کړه: دغه پروګرام  به په بشپړ ډول دکوکنارو له کرکيلي  څخه د ژيړي ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته