١ -کابلباختر دليندى ٢٥ مـــــــــــــــــــــــــــه
په پو هنتو نو نو اود لوړو زده کړو په مو سسو کې دشمو ليت د کانکور په ازموينه کې به ددولسمو ټولګيو څه دپاسه يو سلو شپيته زره فارغان برخه وا خلي .
دلوړو زده کړو و زارت ويندوى پو هنمل عبدالعظيم نور بخش د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل دلوړو زده کړو وزاررت ددا وطلبانو د نومونو دثبتولو په مقصد دښوونځيو له لارې د کانکور دازموينې د نو مونو د ثبتولو دوه سوه زره فورمي ددوي په واکې ورکړي دي
ده زيا ته کړه ټا کل شوې ده سږ کال دټول هيواد د ښوونځيو له پو لى څخه بهر اود تيرو کلو نو ددولسمو ټولګيو چې د کانکور د از موينې چانس و لري څه دپاسه يو سلو شپيته زره تنه فارغان د کانکور په ازموينه کې برخه وا خلي
نور بخش زيا ته کړه په لو مړۍ ګام کې د نيمروز ، زا بل ، هلمند ، کند هار ، ارزګان ، دايکندى ،. فراه او غور ولايتو نو په ګډ ون د هيواد په ديارلسو ولايتو نوکې د کانکور د ازموينې د تر سره کولو مقد ما تې کار په را تلوونکى اوونۍ کې پيليږي او تر اوسه پورې دغو ولايتو نو ته هم د لوړو زده کړو وزارت هييتو نه استول شوي دي
ده زيا ته کړه سږ کال په ټول هيواد کې د کانکور د ازموينې ٣٧ حو زي جو ړيږي او په دې از موينه کې داوطلبانو له تحصيلي څانګو څخه يواځې کولاى شي پنځه انتخا به ولري
دلوړو زده کړو و زارت ويندوى ټينګار وکړ چې د دغه و زارت مسوولين د کانکور د ازموينو د لا ښه او غوره ترسره کولو په مقصد پرله پسي هلى ځلې کوي