کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه ناوخته د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د فارياب ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن يې ټپي شو.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى او د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ