کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کـــرزي دفلسطين
دجمهور رييس محمودعباس په نامه دډاډګيرنې پيغام ليــــږلى دى.
دبهرنيو چارو وزارت دويندوى دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکــــړ :
جمهور رييس کرزي د غزې په تړانګې د اسرائيلو د بريدونو په خاطر په
ژور خپګان سره چې د سلګونو تنو ملکي وګـــــړو دشهادت او دزرګونو تنو دبيځايه کيدو سبب شوى دى دډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړي دي او ويلې يې دي ، دافغانستان د خلکو په استازيتوب د ژورې ډاډګيـــرنې او خوا خوږۍ مراتب تاسو او دفلسطين ورونو خلکو ته څرګندوم.
په دې ترڅ کې چې دافغانستان خلک ځان په دې غم او خپګان کې شريک بولي د اسرائيلو په پټو سترګو او ناځوانمردانه بمبارۍ په کلکه غندي.
ګــــرانه وروره !
په دغو سختو شرايطو کې دفلسطين له ورونو خلکوسره د پيوستون په توګه، د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت پنځه سوه زره امريکايي ډالــــره داسرائيلو د بيرحمۍ او قساوت له قربانيانوسره دمرستې لپاره ورکوي.
0 1 دقیقه لوستل