نړۍ

د پا کستان او چين دپو ځې اړيکو د پيا وړ تيا په باب ددوا ړو هيوادونو موافقه

بيجنګ ايرنا باختر دمرغومي ١٦ مــــــــه
د پا کستان د اردو لوى در ستيز پرويز کياني تيره شپه د چين په پايتخت بيجنګ ښار کې ددغه هيواد له صدراعظم وين جياباو او ددفاع له وزير ليانګ ګوانګ ليه سره و کتل او خبري يې ورسره وکړې او ددوا ړو هيوادو نو ترمنځ د پوځي اړيکو دپيا وړ تيا په باب موافقى ته ورسيدل
د ايران ددولتي خبري ا ژانس دخبر له مخې د چين صدراعظم په دي کتنه کې وويل دپا کستان دولت ، اردو او خلک بايد پرستونزو د برياليتوب او چټکې پرمختيا ته درسيدو په لاره کې له يو بل سره همکاري و کړې
ده دسيمې اونړۍ پيچلو حالا تو ته په اشاري سره وويل په دغو شرايطو کې ضروري دى چې چين او پا کستان ددوا ړو هيوادو نو ترمنځ همکاري زيا ته کړې او په ګډه له ستو نزو سره مقا بله و کړې
ده زيا ته کړه چين به ددوا ړو هيوادونو دپوځي همکاريو د پراختيا په لاره کې له ملا تړ څخه ډډه و نه کړې
دپا کستان لوى درستيز چې دپنځه ورځنې سفر په مقصد په چين کې دي څرګنده کړه چې د پا کستان دثبات لپاره دچين هلې ځلې دقدر وړ دي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته