امنیت

په بغلان کې يو ماين ښخوونکى طالب ونيول شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
د بغلان ولايت پوليسو يو ماين ښخوونکى چې د طالبانو په ډلې پورې اړه لري؛ نن ونيوه.
دمرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن قدرت الله اخلاق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى هغه وخت د پوليسو له خوا ونيول شو چې يو ماين يې په يو ټلويزيون کې ځاى پرځاى کړى و او د لاسي کراچۍ په واسطه يې د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ په وړاندې درولى و او غوښتل يې هغه وچوي.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو دغه سړى وپيژاند او ماين يې کشف او وچاوه او د يوې تروريستي پيښې مخه يې ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته