امنیت

دکندز ښار د دريمې امنيتي حوزې مرستيال ترور شو .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
دکندز ولايت د دريمې امنيتي حوزې مرستيال جميل پرواني په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو.
دکندز ښار د دريمې امنيتي حوزې آمر فريد اميري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې چاودنه دتيرې شپې په نهو بجو هغه وخت وشوه چې دکندز ښار د دريمې امنيتي حوزې مرستيال دبلوک دقوماندان په ملګرتيا د رنجر موټر په سپرلۍ دغې حوزې ته ورسيد.
داميري دڅرګندونو له مخې : دبلوک قوماندان تراوسه پورې بې درکه دى .
دکندز ښار دريمه امنيتي حوزه ددغه ښار په شمال لويديځه ساحه کې موقعيت لري او دوه ورځې مخکې له وسله والو طالبانو څخه بيرته ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته