سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

مولوي شهامت: اوسمهال افغانستان د پرمختګ لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري

کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر

د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل کې د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو سره په کتنه کې، ویلي چې اوسمهال افغانستان د پرمختګ لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري.

باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي غلام حیدر شهامت، د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو څخه غوښتنه کړې چې د استادانو د ظرفیت لوړولو، درسي نصاب، کیفیت لوړولو او په ایراني سازمانونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فارغانو د جذبولو په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي شهامت،  له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ایران د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې کړې او زیاته کړې یې ده چې د نصاب په برخه کې اړتیا ده د چارو یو متخصص ټیم افغانستان ته سفر وکړي.

هغه، دغه راز د دواړو هېوادونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو بنسوټونو ترمنځ د تجربو پر شریکولو او د سمینارونو او ورکشاپونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

همدا رنګه، په کابل کې د ایران سفارت د کلتوري مسئولینو په استازیتوب امیر رضا ادیبي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره، ویلي چې دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو په موخه زیاتو هڅو ته اړتیا لري.

هغه ژمنه کړې چې په کابل کې د ایران سفارت له ډیپلوماتیکو لارو، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې غوښتنې د ایران مسئولینو ته رسوي.

د کتنې په پای کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ته بلنه ورکړل شوې چې په مناسب وخت کې ایران ته سفر وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته