خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.

د طلوع نيوز خبري سايټ (د ترانزیټ پرمخ د تورخم تړل کېدل؛ زیانونه زیاتیږي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د تورخم د لارې د بندیدو له امله زیانمن شوي موټر چلوونکي له اسلامي امارت او د پاکستان له موقت حکومت څخه غواړي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( معلولینو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته څه د پاسه ۲۰۰۰ ویلچرونه ورکړل شول ) ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د افغان غږ د راپور له مخې یوې خیریه موسسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره  د ۲ زره ۱۴۰ ویلچرونو مرسته کړې ده.

ټاکل شوې چې دغه ویلچیرونه په کابل او نورو ولایتونو کې پرمستحقو معلولینو ووېشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته