نړۍ

دمصر اخوان المسلمين دډلې ددوه ويشتو تنو غړو دمرګ حکم صادر شو .

قاهره  باختر  دثور لومړې :
  دمصر قضايي  مقاماتو اعلام وکړ چې په دغه هيواد کې يوې محکمې پرون داخوان المسلمين  دوه ويشت غړي  پرون  په کرداسه ښارکې دپوليسو په يوې قرارګاه  دبريد په دليل  په مرګ  محکوم کړل .
له قاهرې څخه درويترز  دخبري اژانس دخبر له مخې: دغو مقاماتو وويل چې ددغې دوسيې يوبل تورن چې تنکى ځوان دى په لس کاله بند محکوم شو .
دمحکوم شويو کسانو مدافع وکيل  اعلام وکړ چې په  دغه حکم دبيا کتنې  غوښتنه کوي .
  دکرداسه  ښار دپوليسو په قرارګاه بريد دهغو نااراميو په قالب  کې ترسره  شو چې دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي له ګوښه کيدو وروسته يې دغه هيواد ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته