نړۍ، د لېندۍ ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
نن چهارشنبې غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او حماس ترمنځ د روانې جګړې ۷۵ مه ورځ ده او د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو لکه خان یونس کې تازه نښتې او هوایي بریدونه شوي، چې پایله یې تر ډېره د ملکي وګړو مرګ ژوبله ده.
دغه راز پر اسرایلو د لبنان د حزب الله ډلې او غزه کې د حماس له لوري ګڼ توغندي توغول شوي او د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې د صهیونستي پوځ مهم اهداف په نښه شوي دي.
همدارنګه غزه کې د اوربند د ټینګېدو د هڅو په دوام د حماس مشر اسماعیل هنیه د مصر پلازمینې ته تللی او ویل کېږي، چې دغلته به د یو بل اوربند د ټینګېدو او نورو اسیرانو تبادلې ته د لارې هوارولو په اړه خبرې وړکړي.
ورته وخت کې امریکایي بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل مصري سیال سامح الشکري سره غزه کې د اوربند او نورو اړوندو مواردو غږېدلی دی.
د ویلو ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته چې ټاکل شوې وه غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه روانه اونۍ په لاره واچول شي ځنډېدلې ده.
د راپورونو له مخې د دغه سازمان ځینې غړي هېوادونه هڅه کوي، چې بیا د دغې مسودې له ویټو کولو د امریکا نظر واړوي.