سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبير: د راستنېدونکو د پروسې ښه مدیریت څرګنده کړه، چې دولتي ادارې لوړ ظرفیت لري او د هېواد د ابادولو جوګه دي

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې له یو شمېر غړيو سره وکتل.
په دې کتنو کې د اوبو او برېښنا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کار او ټولنیزو چارو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو سرپرستانو شتون درلود.
يادو کسانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوښتنې ترڅنګ د اسلامي امارت پر وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وويل چې له پاکستان څخه د راستنو شویو او را روانو کډوالو لپاره هر راز اسانتیاوې چمتو شوې او د مرستو رسولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو ادارو ترمنځ بشپړه همغږي موجود ده.
دغه راز د کابینې غړو پخپلو خبرو کې زیاته کړه، د اړوندو ادارو کارونه د ټاکل شویو موخو او د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق روان دي او په هره برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي دي.
‏په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابینې غړو په ګډون له ټولو چارواکو او مسؤولینو څخه مننه وکړه، چې د ورسپارل شویو چارو د ښه ترسره کېدو په موخه هڅې کوي او د هغوی د پرله پسې هڅو له امله د کډوالو لپاره ښه انتظام شوی دی.
‏د مولوي عبدالکبیر په وینا، له ګاونډیو هېوادونو څخه په بېړه او اجباري ډول د راستنېدونکو کډوالو د پروسې ښه مدیریت او هغوی ته پر وخت رسیدګي څرګنده کړه، چې دولتي ادارې لوړ ظرفیت او د افغانستان د ابادولو جوګه دي.
هغه زياته کړه، چې د ځپونکیو طبیعي پېښو ترڅنګ په اجباري ډول د سلګونه زره کډوالو او راستنېدونکیو تنظیم او ورته لازم چمتووالی د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له وسې هم وتلی کار دی؛ خو اسلامي امارت پخپل خلوص، نه ستړي کېدونکو هڅو او د هېوادوالو په مرسته دغه بهیر کنټرول کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته