امنیت

مشران او ملا امامان د امنيت په ټينګښت کې مهم رول لري

کابل باختر د کب دمياشتې څلورمه
د امنیت په برخه کې باید د سيمې له مشرانو او ملا امامانو سره په ګډه کار وشي.
دغه څرګندونې د پکتيا والي زلمي وېسا په اوونیزه امنیتي غونډه کې وکړې.
د پکتيا د ولایتي شورا رېیس ډاکټر الله مير بهرامزوي وويل چې په سرحدونوکې د پاکستان له خوا د تحرکاتو پر زیاتېدو خبر دی او د ډيورنډ کرښې له ها غاړې څخه به د هر ډول ګواښ د مخنيوي په موخه د پکتيا ولس د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودريږي.
وېسا وويل چې له زورواکو سره په غیر قانوني توګه د خدمتي سرتېرو اخيستلو لړۍ بايد دوام وکړي او د قانون په تطبیق کې د هيچا رعایت ونه شي.
ده وويل چې په سرحدي سیمو کې باید د پاکستان له خوا تحرکات په جدي توګه وڅارل شي او هيچا ته دا اجازه ورنکړل شي چې افغان ولس او خاورې ته په سپکه سترګه وګوري.
والي په امنیتي برخه کې د سيمې د مشرانو او ملا امامانو رول مهم وباله او ویې ويل چې امنیتي ځواکونه باید له قومونوسره په همغږۍ عمليات او اجراات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته