کابل، د تلې ۸مه، باختر
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترکمنستان ته د دغه ادارې د مشر د سفر خبر ورکړی دی.
سرچينې باختر آژانس ته په را استول شوي پيغام کې ويلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه عشق آباد ته سفر وکړ.
په پام کې ده، چې ياد پلاوی به د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له چارواکو سره په دوه اړخیزو ریلي همکاریو، د انتقالاتو په ډېروالي او اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر تر دې وړاندې ايران ته هم رسمي سفر کړی و.