کابل، د لړم ۲۷مه، باختر
د قوش تېپې لوی او ملي کانال چې د لومړي فاز چارې یې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، اوس د بلخیانو او د هېواد د نورو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره په یوه ښکلي تفریحي ځای بدل شوی دی.
احمد جاوید او عزت الله چې له جوزجان او کندهار ولایتونو څخه د دغه کانال د لیدو لپاره راغلي وايي چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز جوړول او پرانیستل د ټولو افغانانو ارمان وو.
په ورته وخت کې د مزارشریف دوه اوسېدونکي ذکرالله او محمد ابراهیم چې د دغه کانال لیدو ته راغلي وايي چې د اسلامي امارت له لوري د دغه کانال جوړېدل حیرانوونکې ګام وباله.
د یادولو وړ ده چې د قوش تېپې لوی او ملي کانال لومړی فاز د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو او د دغه کانال د دویم فاز کار چې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، دوام لري.