کابل، د زمري٥ مه، باختر
د ” او اچ اې ” او “ډبيلو اف پي ” موسسو پر ٤٢٣ کورنيو چې مخکې د ورېښمو له لارې هېواد ته ستنې شوې وې، نغدي مرسته ووېشله.
د نيمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي صديق الله نصرت باختر آژانس ته وويل، دغه کورنۍ پخوا له ايران څخه د ورېښمو له لارې هېواد ته ستنې شوې دي چې د ” او اچ اې” او “ډبيلو اف پي ” موسسو پر هرې کورنۍ ٢٣١٠٠ افغاني ووېشلې.
نصرت زياته کړه د دغې مرستې د وېش موخه پرځان بسيا کول او د راستنېدونکو ستونزو کمول دي.
\ ذ