کابل باختردتلې د مياشتې ٣٠ :
د هرات ولايت مسوولينو د تورنوکسانو او مجرمينو د دوسيو د چټکې څيړنې په مقصد ولسواليو ته د قاضيانو او څارنوالانو په ګومارلو ټينګار وکړ.
د هرات والي محمد آصف رحيمي د هرات د پنځلس ګونو ولسواليو د ولسوالانو
په غونډه کې د دغه ټکي په اعلامولوسره چې د ولسواليو په کچه د قاضيانو او
څارنوالانو د فعاليت شتون د عدالت د تامينولو او د دولت په ځواکمنتيا د خلکو د باور د زياتوالي سبب کيږي؛ ولسوالانوته لارښوونه وکړه چې د قاضيانو او څارنوالانو د شخصي او د هغوى د دفترونو د امنيت د تامينولو په خاطر لازم تدبيرونه ونيسي .
د هرات والي دغه راز د استيناف څارنوالۍ او د استيناف محکمې له رئيسانو څخه هم وغوښتل چې د کليوالي سيمو د اوسيدونکو د عدلي او قضايي چارو د څيړنې په خاطر دې د قاضيانو او څارنوالانو د ګومارنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځينو ولسواليوکې د قاضيانو نشتوالى د دغو ولسواليو د اوسيدونکو د شکايتونو سبب شوى دى. سره له دې چې ويل کيږي په ځينو ولسواليوکې د زياتو عواملو له امله قاضيان د تورنوکسانو د دوسيو څيړنه د ښار په مرکزکې ترسره کوي؛ خو د ولسواليو د خلکو غوښتنې دا دي چې قاضيان او څارنوالان دې په خپلو دندوکې حاضر وي.
له بله پلوه د هرات ولايت د استيناف محکمې رئيس ښاغلي رئيس خيل هم د قاضيانو د امنيت د تامينولو او د ليږدونې په لاره کې د ولسوالانو د همکاريو غوښتنه وکړه.
د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رئيس ښاغلى احمدى وايي؛ څارنوالان چمتو دي چې خپلې دندې په قانوني او جدي توګه د ولسواليو په کچه ترسره کړي .
د دغو عدلي او قضايي ارګانونو مسوولينو د ولسواليو په کچه د ولسوالانو، قاضيانو، څارنوالانو او د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د زياتوالي غوښتنه وکړه.
0 1 دقیقه لوستل