کابل، د زمري ٢مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د قندهار له والي سره په کتنه کې د قندهار پوهنتون د ستونزو پر حلولو ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت د جامعات او تخصصات د لوى رياست د معتبر ديني جامعات د ثبت او جوړولو رئيس مولوي اسدالله فريد په مشرۍ د قندهار له والي محمد يوسف وفا سره په کتنه کې د قندهار پوهنتون د ستونزو حلولو په اړه خبرې وکړې.
دغه پلاوي د قندهار له والي وغوښتل، چې د قندهار پوهنتون د سړک جوړولو، د پوهنتون سمسورتيا او د ونو خړوبولو او د دغه تحصيلي بنسټ د ستونزو حلولو په برخه کې د لوړو زده کړو له وزارت سره همکارۍ وکړي.
وروسته د قندهار والي د قندهار پوهنتون د ستونزو حلولو په لاره کې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
\ ج