کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د هرات د تاريخي جومات د بامونو د بيارغاونې کار پرون پيل شو.
ټاکل شوې ده قراردادي شرکت د هرات ښاروالۍ په لګښت د دغه تاريخي جومات بامونه بيا ورغوي.
د هرات ښاروال حيات الله مهاجرفراهي او د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې په خپل کار کې کيفيت په پام کې ونيسي.
د هرات يو شمېر فرهنګيانو د هرات د جامع جومات د ترميمولو هرکلى وکړ او هغه يې د دغې تاريخي ودانۍ د ساتنې سبب وباله.
\ ج