کابل، د چنګاښ ۲۵ مه، باختر
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د افغانستان لپاره د مالېزیا د بهرنیو چارو وزير له ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال سکرتر محمد اظهر مزلان او مل لوړ رتبه پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې پر سوداګرۍ ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکتور، د زدکړو پر بهير او د دوه اړخيزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې پانګونې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی. هغه له یاد پلاوي د اسلامي بانکدارۍ تر څنګ له افغانانو سره د تعليمي برسونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د لازمې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
مالیزیايي پلاوي ویلي چې له افغان حکومت سره به اړیکو ته دوام ورکوي او غوښتنو ته به یې د لاسرسي په پار پوره هڅې وکړي. هغوی زیاته کړې چې په دې لټه کې دي چې پرمختګونه رامنځته کړي او له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
36 1 دقیقه لوستل