خبرونهامنیت

په فراه کې يو تن د الکولي مشروباتو د پلور په تور ونيول شو

کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر

د فراه امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور نیولی دی.

د فراه ولايت د قلعه کاه ولسوال، انوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو دغه سړى د یادې ولسوالۍ د دزد باد په کلي کې د عملياتو په بهير کې  د الکولي مشروباتو د توليد او پلور په تور نیولی دی.

خبرځاى وويل چژ له دغه سړي څخه د الکولي مشروباتو د توليد يوه دستګاه هم ترلاسه شوې او په دې اړه څېړنې دوام لري.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته