امنیت

په نورستان کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
په نورستان ولايت کې  ديولړ جګړو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې   په تيرو ٢٤ ساعتو کې د کامديش او دوانت وايګل دولسواليو     او دنورستان ولايت د مرکز   پارون ښار  په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي.
يوه جګړه تيره شپه دډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ  کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو  طالبانو  له کرښې څخه په تيريدوسره  غوښتل  دسرحدي ځواکونوپه پوستو بريدوکړ.
دافغانستان په ختيځ  کې  دپوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  په دې  جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه کله يې چې غوښتل  په يوې امنيتي پوستې بريد وکړي  دپوځيانوله خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان  دنورستان ولايت  دمرکز پارون ښار   په لويه لاره کې  دماين دښخولو په وخت کې   دپوځيانو له خوا ووژل شو او  دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې کشف او ترلاسه شوي دي.
په نورستان و لايت کې پرون هم وسله والوطالبانو ته ديو لړ جګړو په بهيرکې 
دسر دروند زيان اوښتى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته