سیاستخبرونهTOP

کابل او بیجنگ د بشري مرستو د دوام په برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ

 کابل، چنګاښ۱۴مه، باختر

چین له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري مرستیال او سرپرست غلام غوث ناصري او په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړ، چې له مخې به يې چین له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست غلام غوث ناصري په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال د چین له سفیر څخه د یاد هېواد د بشري مرستو له کبله مننه وکړه او د افغانانو د لاسنیوي په برخه کې يې د یاد هېواد هڅې وستایلې.

ناصري زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته چين له افغانستان په بیلا بېلو برخو کې بشري مرستې کړې دي.

د نوموړي په وینا، په دې مرستو کې د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت  ۶ زره ۳ سوه ۷۰ټنه وریجې، ۷۰ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي، ۲۴ زره ۲۵ کیلويي بورۍ اوړه، د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت خیمې، کمپلې او نور غیر خوراکي توکي شامل دي.

ناصري همدا رانګه وویل چې نړیواله ټولنه دې بشري مرستو ته سیاسي رنګ نه ورکوي او په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کېدو په موخه دې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو په خپلو خبرو کې افغانستان د چین دوست او ګاونډی هېواد وباله او په وینا يې، بیجنګ له کابل سره د متقابل درناوي او نړیوالو اصولو په نظر کې نیولو سره اوږد مهاله ملګرتیا او اړیکو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه، چې چین د افغاستان د اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسیاینې په موخه له دې هېواد سره د سوداګرۍ،  اوږد مهاله زیربنايي پروژو، کرنې او روغتیا په برخو کې د هر اړخیزو همکاریو دوام ته ژمن دی او یوازې به يې پرېنږدي.

د چین سفیر په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضعیت او ټولو ناخوالو اصلي لامل د امریکا متحده ایالات ګڼي او په وینا يې، په دې هېواد کې د امریکا شل کلن حضور او بېرته په غیر مسولانه توګه وتلو افغانان له ګڼو ستونزو او بدمرغیو سره مخ کړي دي.

سرچینې د افغانستان د ګنګل شویو پیسو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې امریکا اوکراین ته د مرستې په نوم ۴۳ میلیارده ډالر ورکولای شي؛ خو په افغانستان کې یې د روان ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغانانو خپلې پیسې ګرځولې دي.

د یادونې وړ ده چې چین تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د امریکا پر اوسني دریځ سختې نیوکې کړې وې، او متحده ایالات يې د افغانستان د ټولو بدبختیو لومړی درجه مسوولین بللي وو.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته