امنیت

ديوې ميرمنې مړى دغوربند په سيند کې ترلاسه شو .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
ديوې ښځې   مړي  نن دپروان ولايت په غوربند سيند کې ترلاسه شو .
دپروان  ولايت دپوليسو يوه مقام دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغې ښځې مړى چې کابو ديرش کلنه وه دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې دمديريت دپوليسو له خوا په چاريکارو ښار  پورې اړوندد صيادانو په ساحه کې ترلاسه شو .
ددغې ميرمنې مړى دپروان ملکي روغتون ته ليږدول  شوى دى خپلوان يې کولاى شي دمړي له پيژندنې  وروسته دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي  جرمونوسره دمبارزې له مديريت سره په تفاهم  کې ترلاسه کړي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته