کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړ مطالب خپاره کړي، چې د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د 8 صبح ورځپاڼې” د جي ۷ هېوادونو موخه د چین د کمربند او واټ د پروژې سره د مقابلې لپاره د ۶۰۰ ملیارده ډالرو د راټولو “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د جې ٧ هېوادونو مشرانو ژمنه کړې، چې په پنځو کلونو کې به له خصوصي او دولتي بودیجې څخه په ۶۰۰ ملیارده ډالر په پرمختللو هېوادونو کې د اړتیا وړ زېربناوو تمویل او د چین د زاړه سړک او کمربند پروژې سره مبارزه وکړي.
دغې ورځپاڼې په يو بل مطلب کې: ” د روسيې ځواکونو د اوکراين لیسچانسک په نښه کړ” ليکلي دي، د روسيي ځواکونه په اوکراین کې د ستراتیژیک هدف د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي، ځکه چې د مسکو ملاتړي بیلتون غوښتونکو ویلي، چې دوی د لیسچانسک په لور پرمختګ کوي.
د اطلاعات روز ورځپانې” یونیسف په روزګان کې پر ۶ زرو زده کوونکو درسي مواد ووېشل.” تر عنوان لاندې لیکلي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ۶ زره زده کوونکو درسي مواد ووېشل.
په دغو توکو کې بکسونه، کتابچې او قلمونه شامل دي، چې د روزګان په مرکز او ولسوالیو کي د لومړيو ټولګيو په زده کوونکو وېشل شوي دي.
د يونيسف ولايتي مسوول نجيب الله لطيف وويل، چې دغه بنسټ پلان لري، چې د روزګان د ښوونځيو په ټولو ټولګيو درسي کتابونه وويشي.
| ذ