کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
په بلخ کې امنیتي ځواکونو پرون یوه ښځه او دوه نارینه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونیول.
د بلخ یوې امنیتي سرچېنې د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه درې تنه له ۲۹ کا ټابلیټونو، ۸۰۰ ګرامه اپین، ۷۰۰ ګرامه هیرویین او ۴۰۰ ګرامه ښېښه ډوله نشه يي توکو سره نیول شوي دي.
ع