کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د پکتیکا مرستیال والي وايي چې په دغه ولایت کې وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته کېږي.
د پکتیکا بېړنۍ کمېټې په دغه ناسته کې د پکتیکا مرستیال والي تر څنګ، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، ولایت مقام د دفتر، استخباراتو، پوهنې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو بیارغونې او پراختیا، ګومل فرعي سیندیزې حوزې، ټولګټو چارو، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، ترانسپورت، د شهیدانو او معلولینو او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاستونو مسؤلینو او استازو برخه لرله.
د پکتیکا مرستیال والي محب الله حماس د ولایتې بېړنۍ کمېټې د ناستې پر مهال باختر آژانس ته وویل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د مرکز او په ځانګړي ډول لرې پرتو ولسوالیو له دونیم زره وچکالۍ ځپلو او شهیدانو کورنیو سره د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د خوراکي توکو مرسته کېږي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور وویل، چې دوی به لومړی سروې وکړي او وروسته له سروې څخه به دغه مرستې د بشپړ شفافیت له مخې په مستحقو کورنیو ووېشي.
په پای کې د کمېټې د غړو له لوري پرېکړه وشوه چې د وچکالۍ ځپلو او شهیدانو کورنیو تر څنګ دې یو شمېر ډېرې اړمنې کورنۍ هم په دغو مرستو کې ځای شي، ځکه دوی لاسنیوي ته ډېره اړتیا لري.
صدیقي