خبرونهاقتصاد

د پکتیا په مرکز کې د ارجال خېلو کانکریټي سړک د جوړولو بهیر ګړندی شوی دی

 کابل، غبرګولي۱۵، باختر

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د ارجال خېلو د کانکریټي سړک د جوړولو کار ګړندی شوی دی.

دغه سړک چې زرګونه متره اوږدوالی لري، لسګونه کلي د ښار له عمومي سړک او د د ګردیز له ښار سره نښلوي.

د ګردېز ښاروالۍ يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه کانکريټي سړک د جوړولو کار ٨٠ سلنه بشپړ شوى او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د ښار اوسېدونکو د دغه سړک د جوړېدو هرکلی کړی دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته