خبرونهورزش

نیمروز کې د کرکټ د څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر

د نیمروز د کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د کرکټ د غوره لیګ څلورم پړاو شل آوریزې سیالۍ پیل شوې.

د یاد ولایت د کرکټ بورډ مسوول عبدالمالک کاکړ د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅونه او له نشه يي توکو څخه مخنیوی دی همدارنګه زیاته یې کړه چې یاد ولایت د کرکټ په برخه کې ښه لوبغاړي لري چې د زون په کچه لوبه کوي او په یادو شل آوریزو لوبو کې ۵ لوبډلو ګډون کړی، چې د ۲ اوونیو په موده کې به د ۱۵ لوبو په ترسره کولو سره پای ته ورسېږي.

ورته مهال د يادو لوبو لوبغاړي سلیمان ‌حسین او نزاکت وایي لوبه په ښه توګه روانه ده او له مسؤولينو څخه غواړي چې د یاد ولایت کرکټ بورډ ته د لوبو د ترسره کولو لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته