کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي چې دغې ښاروالۍ څه د پاسه ۹۶ میلیونه ۲۰۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
دغه عوايد په تېر کال کې له ښاريانو او اصنافو څخه د مالياتو د را ټولولو له درکه ترلاسه شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب د یوې غونډې په ترڅ کې خلکو ته د مالیاتو د راټولولو په اړه معلومات ورکړل او پر ښاریانو یې غږ وکړ چې د لغمان د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره خپل مالیات ورکړي.
د لغمان د والي مرستيال مولوي سيد احمد بنوري وویل چې د فساد د سرچينو په تړلو سره هڅه کوي چې عوايد راټول کړي او د ښاريانو لپاره ښه حکومتولۍ رامنځته کړي.
ع