سیاست

جمهور رئیس غني د آغاخان سفیره خپل حضور ته ومنله

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱۰ نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کریم آغاخان سفیره نورجهان مواني په ارګ کې خپل حضور ته ومنله. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونوکې د انرژۍ، مخابراتو او کرنې په برخوکې د آغاخان بنسټ د پروژو او په افغانستان کې اړوندو سکتورونوکې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو په اړه بحث او خبرې وشوې. جمهور رئیس غني وویل، اړوندې ادارې به د آغاخان بنسټ په ګډون د خصوصي سکتور ټولو بنسټونو او پانګه والو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي، قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.# پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته