کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو د دقيقې اطلاع رسونې او د رسنيو او خبريالانو د ستونزو د حل کولو او د امنيت تامينولو په مقصد پرون د دغه ولايت د صوتي رسنيو څارنه وکړه او هغوى ته یې د رسنيو د قانون له مخې لازمې او مسلکي سلا مشوري وشوې.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر ايام الدين يولداش باختراژانس ته وويل چې په هېواد کې رسنۍ د دولت څلورم رکن دى او د ټولنې پر وړاندې مهم او ستر مسووليت لري.
هغه زياته کړه چې د رسنيو مسوولين او خبريالان دنده لري چې خلکو ته په اطلاع رسونه کې دقت وکړي او په خپلو ورځنيو چارو کې د ژورناليزم معيارونه په کې ونيسي.
پاى\ ذ